پیښور 14 دسمبر (اے پی پی)د نوښار په بدرشو سيمه اے ایس سي کالونۍ كښې د ګیس لیکج له امله چاودنې څخه په كور دننه 8 كسان سوځېدلې دي ۔ د میډیا سیل ریسکیو 1122 نوښار تر مخه د يو كور په كوټه کښې دګیس لیکج له امله د اوور لګېدو څخهد 3 كوچنيو بشمول 6 مېرمنې او 2 سړي سوځېدلې دي۔ ریسکیو 1122 ډلېټولو كسانو له د ابتدائي طبي مرستې وركولو نه پس هغوي قاضي حسین احمد میډیکل کمپلیکس نوښار ته منتقل کړې دي۔