كوئټه 14دسمبر(اے پی پی)د خضدار ډپټي كمشنر محمد عارف خان زركون د خضدار نادرا دفتر دوره كړې او د قامي شناحتي كارډ جوړولو په اړه ئې د اولس د ستونزو جاج اغستے ۔د زيارت په ورځ د خپلې دورې په مهال ده د نادرا دفتر عملې ته هدايت وكړو چې هغوي د نادرا دفتر په پراختيا كښې اضافه وكړي او كاؤنټرز زيات كړي دغسې چې اولس ته د انتظار ستونزې نه ورمخې ته كېږي۔ده ووئيل د خضدار آبادي زياته ده او د لرې ځايونو څه خلق راځي او هغوي ټوله ورځ انتظار كوي٬ده سپارښتنه وكړه د كاؤنټرز شمېره زياته كړئ ۔دغسې خضدار نادرا ډسټركټ منيجر عارف بلوچ د خضدار ډپټي كمشنر ته د نادرا آفس په اړه بريفنګ هم وركړو۔