پیښور 14دسمبر(اے پی پی)د چارسده سركل اېس ډي پي اوز د بانكونو سكيورټي لا ښه والي لپاره د بانكونو او اهم تنصيبات سكيورټي آډټ لړۍ روانه ساتلې ده۔په دې لړ كښې ډي اېس پي سرډهيري كوثر خان تېره ورځ د سرډهيري سر كل بانكونو سكيورټي آډټ په مهال د امنيتي انتظامات كتلو سره د ګارډز وسله او سي سي ټي وي كيمرې هم چيك كړې۔ده د بانك عملې سره ملاقات كولو كښې ووئيل چې د كوم هم هنګامي صورتحال مخ نيوي لپاره پوليس ته سمدستي اطلاع وركوې او الارم سسټم فعاله ساتئ۔ده سكيورټي ګارډز ته هدايت وكړو چې هغوي په چمتو ډول خپله وظيفه ترسره كوي۔ده د بانكونو منيجرز ته د غونډې په مهال هم د امنيت په اړه مهمې سپارښتنې وكړې۔