د سټي نوي تعينات ډي اېس پي سره د جي ټي روډ سوداګرو پلاوي ملاقات

هري پور 14دسمبر(اے پی پی)د سټي سر كل نوي تعينات ډي اېس پي عبدالغفور سره د جي ټي روډ سوداګرو اېسوسي اېشن پلاوي د چيئرمېن جواد طارق جنجوعه په مشرۍ كښې ملاقات كړے دے ۔پلاوي د سټي نوې ډي اېس پي ته په تعيناتۍ مباركي وركړه او هغه له ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ٬دوي هغه د ورمخې ته مسئلو نه خبر كړو۔په دې مهال د سټي ډي اېس پي د هر ممكنه مرستې باور وركولو سره ووئېل امن راوستل به زما وړومبې ترجيح وي٬د امن او امان قيام په اړه به خاص اقدامات كولې شي ده اړوندو پوليس افسرانو ته سپارښتنه وكړه چې د سوداګرې طبقې سره مشاوت دواماره اوساتئ۔