ځلمي ډاکټران بايد د غریب او دړدېدلي انسانیت خدمت خپل شعار وګرځوي ، ګورنر حاجي غلام علي

پشاور۔ 13 دسمبر (اے پی پی)د خیبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئېلي دي صحتمنده او لوستې ټولنه زمونږ د هېواد او قامي ترقۍ ضامن ده ، د روغتيا او تعلیم اسانۍ د ټولنې هر وګري ته رسول د حکومت وړومبۍ ذمه واري ده ،حکومت د طب په څانګه كښې د رحمان میډیکل کالج پشمول د ټولو پرائیویټ میډیکل کالجونو او روغتونونو بشپړ معاونت کوي ۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د رحمان میډیکل کالج كليز کانووکیشن 2023 ته د خاص مېلمه په توګه وكړه ۔دستوره كښې د تعليم نګران صوبائي وزیر ډاکټر محمد قاسم جان، د سحت مشیر ډاکټر ریاض انور،وائس چانسلر خیبر میډیکل یونیورسټي پروفیسر ډاکټر ضیاء الحق، چیئرمین آر ایم آئي پروفیسر ډاکټر محمد رحمن، پرنسپل، د فیکلټۍ غړو ، طلباء او طالبات او والدېن هم ګډون كولو ۔ په دې مهال ګورنر د میډیکل تعلیم ترسره كوونكو 368 طلباء او طالبات له ډګرۍ وركړې او په غوره کارکردګۍ ئې 48 طلباء او طالبات له ګولډ میډلز وركړل ۔د ار ايم ائي چیئرمین د ګورنر او نورو مېلمنو هر كلے وكړو او ګورنر ته ئې د ادارې د کارکرګۍ راپور وړاندې كړو ۔په دې مهال ګورنر د میډیکل تعلیم په تر سره كولو طلباء او طالبات په خاص توګه والدین له مبارکي وركړه ٬ خپل خطاب كښې د ډي آئي خان پیښې په اړه ګورنر ووئېل تېره ورځ ډي آئي خان كښې لويه پېښه رامخې ته شوې كومه چې د قام لپاره لويه سانحه ده ۔مونږ ټول او قام د خپل پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ يوو ۔دې نه ځانله ګورنر سره د آل پاکستان ماربل انډسټریز ایسوسي ایشن چیئرمین اصغر خان اتمانخیل په مشرۍ كښې 15 كسيز پلاوي په ګورنر هاوس كښې ملاقات کړے ۔ پلاوي كښې زونل نائب چیئرمینز وقاص جدون ، عبدالمالک، انجینئر علي حیدر، امجد علی آفریدي ، زاہد اقبال خان، محمد ارسال خان، خورشید علي خان او همت شاہ پشمول د ایسوسي ایشن نور عهدیدار شامل وو ۔