پېښور 13 دسمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا بار كونسل (نن)د زيارت په ورځ د هند غېر قانوني تسلط لاندې جمو او كشمير اولس سره د يووالي څرګنونې لپاره د هړتال اعلان كړے دے۔د بار لخوا جاري پرېس رېليز له مخې د خېبرپښتونخوا بار كونسل وائس چيئرمېن زربادشاه خان٬ايګزېكټو چيئرمېن سيد مبشر شاه او د كونسل نورو غړو د پاكستان بار كونسل پريكړې تائيد كړے دے۔د خېبرپښتونخوا بار كونسل وئېلي دي د هندي سپريم كورټ لخوا د 5 اګست 2019 د مقبوضه جمو كشمير خصوصي حېثيت منسوخ كول برقراره ساتلو پريكړه او د آرټيكل 370 لګولو سخته غندنه كوو ٬د جمو او كشمير اولس سره د يووالي څرګندونې لپاره به په 14 دسمبر 2023 مكمل هړتال وي۔په دې ورځ به د خېبرپښتونخوا ټولو عدالتونو ته وكيلان نه وړاندې كېږي۔