د سندھ ګورنر كامران ټېسوري په ډېره اسماعيل خان كښې د ترهه ګرۍ د بريد غندنه وكړه

كراچي 12 دسمبر (اے پي پي)د سندھ ګورنر كامران خان ټيسوري په ډېره اسماعيل خان كښې د ترهه ګرو لخوا په تهاڼه د بريد غندنه كولو سره د شهيدو شوو پوليس اهلكارو لوړو درجو لپاره دعا كړې۔ګورنر هاؤس لخوا جاري اعلاميې له مخې د سندھ ګورنر ووئيل د ترهه ګرو خاتمې لپاره په نېشنل ايكشن پلان به عملدرآمد جاري شاتلے شي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام د امنيتي ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔