
پېښور 12 دسمبر (اے پي پي) نګران وزيراعلٰی جسټس رېټائرډ سيد ارشد حسېن شاه د ډېره اسماعيل خان په درابڼ سيمه كښې د ترهه ګرو د بريد په سختو ټكو غندنه كړی ده ۔ده په پېښه كښې د امنيتي ځواكونو په شهادت د افسوس څرګندونه كولو سره د شهيدانو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه كړې۔ده په دې موقع د شهيدانو لوړو درجو او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا كولو سره د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندونه هم كړې۔ ده ووئيل داسې بزدلانه پېښو څخه د امنيتي ځواكونو حوصلې كمزورې كېدې نه شي٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام د امنيتي ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ده ووئيل په هېواد كښې د امن او استحكام قيام لپاره امنيتي ځواكونو لازواله قربانۍ وركړي٬هغه به هېرې نه كړې شي٬ ده ووئېل ټول قوم د امنيتي ځواكونو په قربانو وياړ لري