كراچي 12 دسمبر (اے پي پي)د سندھ نګران وزيراعلٰی جسټس(ر)مقبول باقر ډېره اسماعيل خان كښې د ترهه ګرۍ د بريد سخته غندنه كولو سره د پوځي ځوانانو په شهادت د غم دړد څرګندونه كړې ۔جاري شوې اعلاميې له مخې ده د شهيدانو لوړو درجو٬ د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا او غم جنو كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔نګران وزيراعلٰی ووئيل قام د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره يو دے٬پاك پوځ د هېواد د پولو محافظ دے او اولس ته د بشپړه تحفظ وركولو لپاره هڅې كوي۔ده ووئيل د پاكستان د خوشحالۍ او ښېګړې لپاره د ترهه ګرۍ خاتمه ضروري ده٬ ده ووئېل پاك پوځ د دښمن ناپاك عزائم خاورې كولو بشپړه صلاحيت لري۔