مسعود جبار د قامی وطن ګوند صوابۍ ضلع چیئرمېن ،اختر یوسف جنرل سیکرټری منتخب

پېښور 12 دسمبر (اے پي پي) مسعود جبار د قامی وطن ګوند د صوابۍ ضلع چیئرمېن دغسې اختر یوسف جنرل سیکرټری منتخب شوې دي۔د قامی وطن ګوند انټر پارټی الیکشن نه پس د صوابۍ ضلع كښې هم د عهدیدارو انتخاب شوې دې چې له مخې په نورو عهدادارو كښې ضلعی وائس چیئرمېن علی حسین ،ضلعی انفارمېشن سیکرټری سهیل فاروق دغسې ډپټی جنرل سیکرټری فضل مولا انتخاب شوې دې۔په دې موقع نوې منتخب ضلعی صدر مسعود جبار د دې عزم پخلے وكړو چې انتخابی هلي ځلي رواني دي،د اولس په ملاتړ به ټاكنو كښې بشپړه برخه اخلو او کامیابی ترلاسه كولو سره به د هېواد او قام خذمت کوو۔