د ليپ ټاپس وېشلو عمل دې په هر صورت سپيځلے كړے شي ۔د بلوچستان ګورنر

كوئټه 11 دسمبر (اے پي پي)د بلوچستان ګورنر ملك عبدالولي خان كاكړ سره بلوچستان پوهنتون كښې د ليپ ټاپس وېشلو په اړه جوړ كړی د ګيلو ازالې كمېټۍ غړو ملاقات كړے او هغه يې د ليپ ټاپس تقسيم فهرستونو په اړه خبر كړے۔په دې موقع د بلوچستان ګورنر سپارښتنه وكړه چې د ليپ ټاپس وېش عمل په هر صورت سپيځلے جوړ كړے شي او دا خبره باوري شي حق تر حقدار ورسيږي ۔ده ووئيل زده كوونكي دې د خپلو ګيلو په اړه درېو ورځو كښې دننه اړوندو چارواكو سره رابطه وكړي او خپلې ګيلې دې په موبائل فون او اي ميل ايډريس درج كړي