كوئټه 11 دسمبر (اے پي پي)نګران صوبائي داخله وزير مير زبير جمالي د روغتيا نګران وزير ډاكټر امير محمد جوګيزئي سره ملاقات كړے دے ۔په ملاقات كښې د امن او امان٬د روغتيا څانګې او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ده ۔ ملاقات كښې صوبه كښې د هېلت كارډ په انعقاد هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔صوبائي داخله وزير د هېلت كارډ انعقاد او اقدام ستائنه كولو سره وئېلي دي د نګران صوبائي حكومت لخوا د اولس خېرښېګړې لپاره شوي اقدامات د ستائنې وړ دي۔ډاكټر امير محمد جوګيزائي ووئيل په ټوله صوبه كښې د داروګانو رسنه په مستقل بنيادونو ښه كولو لپاره مربوط اقدامات كوو۔