لاهور 11 دسمبر (اے پي پي) د تركيه قونصلر جنرل درمس باستګ د ګل په ورځ د لاهور آرټس كونسل الحمرا دوره كړې ده ۔ده د الحمرا ايګزېكټو ډائرېكټر طارق محمود چوهدري سره ملاقات كړے او په ادبي او كلتوري چارو ئې د خيالاتو څرګندونه كړی۔دواړو شخصياتو په ګډه د كار كولو عزم پخلے كړے۔ده د الحمرا اكېډمۍ آف پرفارمنګ آرټس كلاسز هم دوره وكړه او او د ګټار٬ستار٬باجې٬كي بورډ طبله٬ووكل٬مجسمه سازي٬پينټنګ٬خطاطي او د نورو هنرونو استاذانو سره ملاقات وكړو۔ده د ځوانانو زده كوونكو كار وكتلو او ستائنه ئې وكړه۔