په عملي ژوند كښې د ستونزو نه ېره نه مقابله پكار ده ، د خیبر پښتونخوا ګورنر

پشاور۔ 11 دسمبر (اے پی پی)د خیبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي په سرحد یونیورسټي آف سائنس اینډ انفارمیشن ټیکنالوجي کښې د ضم شوو ضلعو طالبعلمانو ته د 50 اسکالرشپس وركولو اعلان سره وئېلي دي طالب علمانو له د تعلیمي ویژن او تحقیق څخه د صوبې پرمختګ او خوشحالۍ لپاره کردار تر سره کول پكار دي ، تعلیم لرونكو ځوانانو له د صوبې قدرتي وسائلو سم استعمال لپاره تحقیق کول غواړي ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د سرحد یونیورسټي آف سائنس اینډ انفارمیشن ټیکنالوجي 16م كليز کانووکیشن 2023 ته د خاص مېلمه په توګه خطاب كښې وكړه ۔کانووکیشن كښې وائس چانسلر،نائب صدر سرحد یونیورسټي عظمت علي ، رجسټرار، د فیکلټۍ غړو ، امتیاز حسین ګیلاني ، وائس چانسلر اسلامیه کالج یونیورسټي پروفیسر ډاکټر ګل مجید، د سینټ او سنډیکیټ غړو بشمول طلبا و طالبات ا و والدین ګډون كولو ۔ ګورنر کانووکیشن كښې بېلا بېلو مضامین كښې بیچلر، ماسټر، ایم فل, پی ایچ ډي کوونكو 337 طلبا او طالبات له ډګرۍ وركړې او به تعلیمي میدان كښې څرګند پوزیشن تر لاسه كوونكو 68 طلبا او طالبات له ئې د سرو زرو مېډال وركړل،دستوره كښې وائس چانسلر پروفیسر ډاکټر سلیم الرحمان ګورنر ته د ادارې كليز كاركردګۍ رپورټ هم وړاندې كړو ۔په دې مهال ګورنر ووئېل طالب علمانو له د تعلیمي ویژن او تحقیق څخه د صوبې پرمختګ او خوشحالۍ لپاره کردار تر سره کول پكار دي ، تعلیم لرونكو ځوانانو له د صوبې قدرتي وسائلو سم استعمال لپاره تحقیق کول غواړي