
اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د عوامي نېشنل پارټي(اے اېن پي)خېبرپښتونخوا صدر ايمل ولي خان د پاكستان پيپلز پارټي پارليمنټيرين (پي پي پي پي)صدر آصف علي زرداري او د پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري سره ملاقات كړے دے ۔د ګوند سېكرټرېټ لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې په ملاقات كښې د هېواد په مجموعي سياسي صورتحال او راتلونكو ټول ټاكنو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې ده ۔په ملاقات كښې د پاكستان پيپلز بارټي سېكرټري جنرل سيد نيئر حسېن بخاري او د اطلاعات سېكرټري فيصل كريم كنډي هم موجود وو