ټول ټاكنو له مسلم ليګ(ن)د كانديدانو د ټكټونو پريكړه لا نه ده كړې۔مريم اورنګزېب

لاهور 08 دسمبر (اے پي پي)د پاكستان مسلم ليګ(ن)مركزي وياندې مريم اورنګزېب وئېلي دي مسلم ليګ(ن)راتلونكې كال په 8 فروري ټول ټاكنو كښې د برخه اغستوونكو د ګوند كانديدانو د ټكټونو پريكړه لا نه ده كړې۔په خپل بيان كښې دې ووئيل په كومه ضلع يا كومه هم حلقه كښې چا له د ګوند ټكټ لا نه دې وركړے شوے ۔دې ووئيل د پارليماني بورډ غونډه روانه ده٬كله چې دا عمل بشپړ شي نو د ګوند مشر محمد نواز شريف او صدر شهباز شريف منظورۍ څخه به د ګوند ټكټ ترلاسه كوونكو كانديدانو رسمي اعلان كولې شي