اېبټ آباد٬نتهيا ګلي ملاچه سره نزدې په ځنګل كښې ناڅاپي اور ولګېد٬رېسكيو 1122 په اور قابو وموندلو

اېبټ آباد 08 دسمبر (اے پي پي)نتهيا ګلي ملاچه سره نزدې ځنګل كښې د نامعلومه وجوهاتو په سبب ناڅاپي اور لګېدلے دے ۔د اېبټ آباد رېسكيو 1122 له مخې رېسكيو 1122 كنټرول روم اېبټ آباد ته اطلاع ترلاسه كېدو سره د فائر وهيكل پشمول 5 فائر فائټرز د پېښې ځاې ته ورسېدل۔دغسې فائر فائټرز په ښه انداز فائر فائټنګ كولو سره په اور قابو ومندلو ۔د رېسكيو 1122 په وخت رسپانس په سبب اور نور خپرېدو ته پرې نه ښودلے شو او قيمتي اونې بوټې يې بچ كړې شوې۔