ملګري ملتونه 07 دسمبر (اے پي پي)د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوټريش په غزه كښې د بشري حقونو مخ نيوي او د جنګ بندۍ اعلان لپاره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل څخه د نړيوالې ادارې چارټر آرټيكل 99 ته د رجوع كولو خواست كړے دے۔ده سلامتي كونسل ته په ليكلې شوي خط كښې د چارټر باب ايكس وي آرټيكل په 99 زور راوړے دے ۔په آرټيكل كښې وئېلي شوي چې د ملګرو ملتونو مشر په كومه هم معامله د سلامتي كونسل پام راګرځولے شي ۔دا خط د شورو په ورځ سهار په نيويارك كښې د سلامتي كونسل صدر٬د ايكواډور جوز جاويئرډي لاګاسكالوپيز ډومنګيز ته لېږلے شوے۔خط سره خبريالانو ته وركړی شوي په يو بيان كښې د ملګرو ملتونو وياند سټيفن دوجارك وئېلي دي په كال 2017 كښې د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل چوكۍ سنبهالولو نه پس دا وړومبۍ موقع ده كله چې د ملګرو ملتونو مشر په چارټر 99 د عمل په خواست كولو مجبور شوے ۔ده وضاحت وكړو چې د ملګرو ملتونو مشر غزه او په اسرائيل كښې په دومره لږ وخت كښې په شوي انساني زيان دړدېدلے او هغې نه پس يې دا اقدام پورته كړے۔د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري د سلامتي كونسل صدر ته په ليكلې شوي خط كښې وئېلي دي د اسرائيل او فلسطين شخړې په مجموعه توګه د دوه اوونيو څخه زيات جنګ اسرائيل او مقبوضه فلسطيني سيمه كښې تباهي او اجتماعي دړد راپېدا كړے دے۔هغه د نيولے شوو كسانو راخوشې كولو غوښتنه هم كړې ده