د د اے این پي صوبائي صدر اېمل ولي خان د خدائی خدمتګار حاجی فقیر محمد بابا په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه

پېښور 07 دسمبر (اے پي پي) د عوامی نېشنل پارټي (اے این پي) صوبائي صدر ایمل ولي خان او جنرل سیکرټری سردار حسین بابك د ممتاز علي (مانیرۍ، صوابی) پلار خدائی خدمتګار حاجی فقیر محمد بابا په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔د غمرازۍ په خپل شريك بیان كښې دوي ووئيل ارواښاد د قامی تحریك غړے او د خان عبدالولی خان نزدې ملګرے ؤ۔ارواښاد تر آخري وخت د قامی تحریك سره ثابت قدم ولاړ ؤ۔د هغه په مړينه مونږ د غمجنې كورنۍ په غم كښې برابر شريك يو۔ دوي دعا اوكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي