لاهور 06 دسمبر (اے پي پي)د پاكستان مسلم ليګ مشر محمد نواز شريف د ګوند صدر شهباز شريف سره د شورو په ورځ 15 كاله پس د پاكستان مسلم ليګ(ق)صدر چوهدري شجاعت حسېن كور ته لاړو ٬د پاكستان مسلم ليګ(ن)سينئر نائب صدره او چيف آرګنائزر مريم نواز شريف٬رانا ثناﺀ الله٬سردار اياز صادق٬سېنېټر اعظم نذير تارړ٬مريم اورنګزېب او د مسلم ليګ(ن)د بلوچستان صدر جعفر خان مندوخيل او نور د ګوند مشران هم په دې موقع موجود وو۔چوهدري شجاعت حسېن د ګوند مشر محمد نواز شريف٬شهباز شريف او د ګوند لارښود ته په راتګ هركلے اووې۔د دواړو لارښودو ترمينځه ملاقات تر 40 دقيقې دوام لرلو۔د اكتوبر په 21مې نېټه هېواد ته د راستنېدو نه پس د چوهدري شجاعت حسېن سره د محمد نواز شريف دا وړومبے ملاقات ؤ ۔پخوانې وفاقي وزير طارق بشير چيمه٬چوهدري وجاهت حسېن٬چوهدري شافع حسېن او چوهدري سالك حسېن هم په ملاقات كښې موجود وو۔محمد نواز شريف د چوهدري شجاعت حسېن تپوس پوښتنه وكړه او د هغه لپاره د ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔د دې نه پس محمد نواز شريف د پنجاب اسمبلۍ پخواني سپيكر سردار طارق مزاري استوګنې ته لاړو او د پخواني لنډ مهاله وزيراعظم مير بلخ شير مزاري په مړينه ئې فاتحه خواني وكړه۔دغسې نواز شريف د مير طارق خان مزاري٬سردار رياض مزاري٬سردار دوست محمد مزاري٬سردار مراد بخش مزاري پشمول ټولې كورنۍ سره غمرازي شكاره وكړه۔