
پیښور 05 دسمبر(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا لنډ مهاله وزيراعلٰی جسټس(ر)سيد الرشد حسېن شاه په مشرۍ كښې د نهې په ورځ د امن او امان په اړه يوه غونډه پېښور وزيراعلٰی هاؤس كښې وشوه چې پكښې په ټوله صوبه كښې د امن او امان د مجموعي صورتحال جاج واخستلې شو او په ضم شوي ضلعو كښې د پوليس مستحكمولو چارو په اړه غور وشو۔لنډ مهاله صوبائي وزيرانو ډاكټر عامر عبدالله٬بېرسټر فيروز جمال شاه كاكاخيل نه علاوه چيف سېكرټري نديم اسلم چوهدري٬د پوليس آئي جي اختر حيات خان ګنډا پور٬اېډېشنل چيف سېكرټري محمد عابد مجيد او نورو اړوند چارواكو په غونډه كښې ګډون وكړو۔د ټولو ډويژنل كمشنرانو او ريجنل پوليس افسرانو د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون كړې۔د اړوند چارواكو لخوا وزيراعلٰی ته په ټوله صوبه كښې د امن او امان په مجموعي صورتحال٬رامخې ته شويو مسئلو٬د پوليس اقداماتو او راتلونكې لائحه عمل بريفنګ وركړی شو۔لنډ مهاله وزيراعلٰی غونډې ته ووئيل چې امن او امان په ځاې ساتلو ته موجوده حكومت پام لرنه كوي او په دې به كومه سمجهوته كولې نه شي او د دې مقصد لپاره به پوليس ته پكار وسائل په ترجيحي بنيادونو وركولې شي۔ده ووئيل چې په صوبه كښې د امن او امان قيام لپاره د پوليس ځواكونو هڅې د ستائنې وړ دي خو موجوده حالات په تناظر كښې پوليس ځواكونو له په ښه او كوټلي ډول كار كولو ته اړتيا ده۔وزيراعلٰی په ډاګه كړه چې په صوبه كښې امن او امان بحال ساتلو لپاره د پوليس ټول ضروريات به پوره كولې شي او د پوليس ځوانانو مورال په هر قيمت پورته ساتلې شي۔