د بلوچستان د اطلاعاتو او خپرونو لنډ مهاله وزير په منظور پشتين د ډزو تور رد كړو٬ډزې د پي ټي اېم مشر يو محافظ كړي٬منظور پشتين د صوبې څخه ويستلې۔جان اچكزئي

كوئټه 05دسمبر(اے پی پی)د بلوچستان د اطلاعاتو او خپرونو وزير جان اچكزئي د پشتون تحفظ موومنټ په مشر منظور پشتين د ډزو تور رد كولو سره وئېلي دي چې ډزې د منظور پشتين يو محافظ كړي چې له امله يې يوه مېرمن او يو ماشوم ژوبل شوې۔ د اطلاعاتو لنډ مهاله وزير جان اچكزئي د نهې په ورځ مېډيا سره په خبرو كښې ووئيل چې منظور پشتين په حراست كښې د اخستلو نه پس د صوبې څخه ويستلې او هغه يې په حفاظت سره د ډي آئي خان پوليس ته سپارلې دې۔ د اطلاعاتو لنډمهاله صوبائي وزير وئيلي چې د بلوچستان ځوانانو او سول سوسائټۍ لخوا په پي ټي اېم د بندېز غوښتنه رامخې ته شوې۔د سوشل مېډيا پشمول د نورو ذريعو د لارې د بلوچستان ځوانانو پي ټي اېم ترهه ګر تنظيم ګرځولې٬د دې صورتحال حكومت په غور سره جاج اخلي۔جان اچكزئي ووئيل چې منظور پشتين د بندېز باوجود صوبې ته داخل شوې٬چمن ضلع ته راغلې وو او د تېرو څو ورځو راهيسې يۍ په چمن كښې روانې دهرنې ته بيا بيا خطاب هم كولو۔د اطلاعاتو لنډ مهاله صوبائي وزير د ګل په ورځ د رامخې شوې پیښې په اړه وئېلي چې كله منظور پشتين د تربت پلو د چمن ښار څخه وتلو نو د هغه يو محافظ د چمن پرېس كلب وړاندې ډزې وكړې چې له امله يې يوه مېرمن او ماشوم ژوبل شو۔