د بلاول بهټو زرداري پیښور كښې د بمي چاودنې غندنه٬د ماشومانو په ژوبل كېدو د افسوس څرګندونه

كراچي 05دسمبر(اے پی پی)د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري پیښور كښې د بمي چاودنې غندنه كړې۔ د مېډيا سيل بلاول هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې بلاول بهټو زرداري په بمي چاودنه كښې د ماشومانو په ژوبل كېدو د افسوس څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل چې وفاقي او صوبائي حكومت دې په بمي چاودنه كښې د ككړو تورونو په ضد سخته كاروائي وكړي۔بلاول بهټو زرداري په چاودنه كښې د ژوبل شويو ماشومانو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه