باجوړ 05 دسمبر (اے پي پي) د باجوړ ډپټی كمشنر محمد انوار الحق په مشرۍ كښې ډی سی آفس كښې د خار بازار بیوټیفیكشن په اړه غونډه وشوه۔په غونډه كښې ایډیشنل ډپټی كمشنر جنرل علی رضا ، كرنل مظفر احمد چیمه، ایډیشنل اسسټنټ كمشنر خار ون شاہ نواز خان، ، ټی ایم او خار ، اے ډی آر ډی ډی ، لوكل ګورنمنټ، واپډا ،سركل ډی ایس پی خار نعمت خان ،ایس ایچ او تھاڼه خار نیاز محمد، ټریفك انچارج رحمان اللہ او د بازار د كمېټۍ غړو ګډون وكړو۔په غونډه كښې سیكورټی پلان ، دخار بازار ښكلا ، صفايۍ ، تجاوزات، ټریفك پلان ، كیمرا انسټالیشن، سولر لائټس، د كچه ماركیټونو پخولو ، انتظار ګاہ، پبلك لیټرین، او په نورو بيلو چارو غور وشو۔په غونډه كښې د خار بازار د كمېټۍ غړو بيل تجاویز وړاندې كړل۔