
پېښور 04 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئيلي دي چې تل مې پوهنتونونو ته وئيلي دي چې ډګرۍ د ملازمت ترلاسه كولو ذريعه مه جوړوئ ٬ مېرمنو او ناريناٶ ته كاروبار او د تجارت موقعې وركول پكار دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شهيد بېنظير بهټو وېمن پوهنتون تر سېوري لاندې د سرحد رورل سپورټ پروګرام په مرسته مېرمنې اختيار مندې جوړول او د دوي د پرمختګ په اړه دوه ورځني نړيوال كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل چې تل مې پوهنتونونو ته وئيلي دي چې ډګرۍ د ملازمت ترلاسه كولو ذريعه مه جوړوئ ٬ مېرمنو او ناريناٶ ته كاروبار او د تجارت موقعې وركول پكار دي۔ په دې موقع په كنفرنس كښې ګډون كوونكو افغان ښځينه زده كوٶنكو له الېكټرانك ټېبلټس هم وركړې شول۔