پېښور ۔ 04 دسمبر (اے پی پی) په خېبرپختونخوا كښې د اېډز رجسټرډ رنځورانو شمېره په مجموعي توګه 6 زره څخه زياته شوې ده۔ د روغتيا څانګې چارواكو له مخې په مجموعي توګه د اېډز رنځورانو شمېره 6 زره 966 ده۔ په دې رنځ د اخته رنځورانو د شمېرې اعتبار سره اول پېښور او بيا بنو دے۔ په پېښور كښې د اېډز رنځوراو شمېره تر ټولو زياته 12 سوه 74 ده او په صوبه كښې د اېډز يو زر 573 مېرمنې ، 4 زره 865 نارينه رجسټرډ دي۔ په صوبه كښې 107 نرښځيان هم دې رنځ سره مخ دي۔ په پخوانو قبائلي ضلعو كښې د اېډز رنځورانو شمېره يو زر 107 ده