کراچی۔ 04 دسمبر (اے پی پی) د سندھ نګران وزيراعلی جسټس(ر) مقبول باقر په كرم پور ترافيكي پېښه كښې د بشري ځانونو په زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ ده اړوندو چارواكو ته پېښه كښې ژوبل شويو لپاره د غوره طبي آسانيو برابرولو او ځپليو كورنيو سره د بشپړه مرستې كولو هدايت وكړو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې دا پېښه په انډس هائي وے د تند رفتاره ټرك 2 مسافر وېنونو سره د ټكر په نتيجه كښې رامخې ته شوه په كومه كښې چې 7 كسان په حق ورسېدل۔