د خيبر پښتونخوا نګران وزيراعلی چلاس ته نزدې په بس د بريد پيښه وغندله

پېښور ۔ 03 دسمبر (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا نګران وزيراعلي جسټس ريټائرډ سيد ارشد حسين شاه چلاس سره نزدې د قراقرم په لويه لاره د مسافرو په بس د نامعلومه وسله والو لخوا د ډزو پېښې غندنه کړې ده۔ د غندنې خپل بيان کښي نګران وزيراعلی په پېښه کښي د قيمتي انساني ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه کړې ده۔ ده په حق رسېدليو له د بخښنې او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ وزيراعلي ايډيشنل چيف سېکرټري داخله سره رابطه وكړه او هغه ته ئې هدايت وکړو چې د کوهستان په سرحدي سيمو كښې او په قراقرم هائي وے د امن او امان صورتحال په خاصه توګه څاري او پوليس دې په دې لړ کښې الرټ وساتي. وزيراعلې د حکومت لخوا د ګلګت بلتستان حکومت ته د هر قسمه مرستې باور ورکړو۔