غزہ۔2دسمبر(اے پی پی) په غزه كښې د فلسطيني هلال احمر اي ډي ډاكټر بشار المراد د فلسطيني وګړو مرستې په كولو د سعودي عربستان او ددې د فلاحي ادارې شاه سلمان مركز مننه كړې ده۔ د عرب نيوز لمخې ډاکټر بشارمراد خبريالانو سره خبرو كښې ووئيل چې د غزه په اوسنۍ شخړه كښې په اېمبولېنسونو بريدونه وكړې شول۔ ۔30 څخه زيات اېمبولېسونه دا مهال بې كاره دي٬ مونږ د ژوبل شويو او رنځورانو منتقل كولو كښې سختو ستونزو سره مخ يؤ۔ شاہ سلمان مرکز مونږ ته اېمبولېنسونه راكولو سره زمونږ مرسته وكړه۔ ده ووئيل سعودي عربستان غزه لپاره د خوراك څښاك څيزونه ٬ طبي لوازمات او د خېمو په شمول نور سامان راولېږلو كوم چې مونږ په زياتو ځپليو سيمو كښې وګړو ته وسپارلو۔ ده ووئيل د غزه په سوئيلي سيمو كښې نزدې لس لكه بې كوره شوي فلسطيني وګړي پاتې كیږي۔ ده زياته كړه چې شاه سلمان مركز فلسطينيو سره د مرستې بري او بحري پل جوړ كړو په كوم چې مونږ د سعودي عربستان مننه كوؤ۔