د سندھ ګورنر سره د سندھ نګران اعلی وزير ملاقات ٬ په صوبه كښې د روانې امنيتي وضعې په شمول په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه

کراچۍ۔ 02 دسمبر (اے پی پی) د سندھ ګورنر كامران خان ټېسوري سره د سندھ نګران اعلی وزير جسټس (ر) مقبول باقر په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د جاري شوې اعلاميې له مخې په ملاقات كښې په صوبه كښې د روانې امنيتي وضعې٬ ټول ټاكنو لپاره په روانو انتظاماتو او نورو اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔