بوداپست 01 دسمبر (اے پي پي) د هنګري وزيراعظم وکټراوربان وئيلي دي هنګري به د يوكرائن په اروپائي ائتلاف كښې په شاملېدو د خبرو اترو لاره نيسي خو دا يقيني خبره ده چې په دې معامله به كومه په زړه پورې پرېكړه ونشي ځكه چې د كميونټي دننه په دې حقله كومه لوظنامه نشته۔ د روسيه خبر رسنې ادارې له مخې ځينې چارې داسې دي چې ھغه يواځې د اروپائي ائتلاف د ټولو هېوادونو په رضا مندۍ تر سره كېدې شي خو په دې اړه اتفاق نشته۔ اوربان ووئيل مونږ له خپل ځان داسې صورتحال سره مخ كول پكار نه دي چې په ھغې مونږ خپل ځان مجرم محسوس كړو۔