پېښور هائي کورټ د پي ټي آئي جلسو پحقله د توهين عدالت په كېس كښې چيف الېكشن كمشنر او چيف سېكتر راوبلل

پېښور 01 دسمبر (اے پي پي) د پېښور هائي کورټ د پي ټي آئي ورکرز کنونشن او د جلسو د اجازې د نه وركولو په ضد په توهين عدالت كېس كښې د صوبې چيف اليکشن کمشنر او چيف سېكتر رابللي٬ عدالت تېره ورځ د سماعت تحريري حكم نامه جاري كړې٬ په پرېكړه كښې وئيلي شوې دي چې چيف اليکشن کمشنر دې د صوبې صورتحال او موقف پحقله عدالت خبر كړي٬ دا دې هم ووئيلې شي چې په الېكشن ضابطه پي ټي آئي عمل كوي يا نا؟ عدالت په اووم دسمبر ټولو ډلو ته عدالت ته د وړاندې كېدو امر وكړو۔