پېښور 01 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د ضم شوې ضلعو او فني تعليم صوبائي وزير ډاکټر عامر عبد اللہ د جمعې په ورځ د خېبر ضلع دوره كړې٬ په دې موقع ئې په ضلعي هېډكوارټر لنډي كوتل كښې قبائلي مشرانو ٬ منتخب نمائندګانو جرګے او د عام وګړو په دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون كولو سره ځائي ځوانانو سره هم ملاقات كړې۔ په دې موقع صوبائي وزير ووئيل چې د خېبر ضلع پرمختګ لپاره د خېبر پاس اکنامك کوريډور عظيم مواصلاتي منصوبه جوړېږي۔ ځائي ډپټي كمشنر د ضلع د امن او امان په مجموعي صورتحال٬ انتظامي معاملو٬ تعليم٬ صحت٬ مواصلاتو او تعميراتو سره سره د ژوند په بېلا بېلو څانګو كښې د خدماتو په چارو ٬ پرمختيائي منصوبو او د انتظاميې په كاركردګۍ بريفنګ وركړو۔