د كال 2024 په ټولټاكنو كښې به خېبر پښتونخوا كښې د قامي اسمبلۍ 45 او د صوبائي اسمبلي 115 عمومي چوكۍ وي

پېښور 01 دسمبر (اے پي پي) د الېکشن کمېشن د حتمي حلقه بندو فهرست شائع شوے چې له مخې به ئې په خېبرپښتونخوا كښې د صوبائي اسمبلۍ مجموعي 115 چوكو كښې د پېښور د عمومي چوكو شمېر 13 او د مردان او سوات اته اته چوكۍ وي۔ د نورو ضلعو كوز دير، صوابۍ، مانسهره، چارسده، نوښار او ډي آئي خان 5-5 چوكۍ به وي دغسې په باجوړ، اېبټ آباد او بنو كښې به څلور چوكۍ وي٬ د لکي مروت، خېبر، کوهاټ، هري پور، بره دير، بونير او د شانګله به درې درې د مالاكنډ، بټ ګرام، مومند، شمالي وزيرستان، کرم او د کرك به دوه دوه چوكۍ وي٬ دغسې د تورغر، هنګو، ټانك، اورکزئي، سوئيلي وزيرستان ،كوز او بره چترال، كوز او بره کوهستان او د کولائي پاس کوهستان به يوه يوه چوكۍ وي دغسې د قامي اسمبلۍ به 45 چوكۍ وي۔