پېښور هائي کورټ 109 افغان وګړو ته د پي او سي جاري كولو امر وكړو

پېښور 01 دسمبر (اے پي پي) د پېښور هائي کورټ جسټس ارشد علي او جسټس وقار احمد 109 افغان وګړو ته پاكستانيانو سره د واده او د پي او سي ګارډ جاري كولو پحقله د كېس سماعت وكړو٬ د سماعت په مهال د عدالت لخوا پاكستانيانو سره د واده او د پي او سي پحقله كېس د سېف الله محب کاکاخېل اېډووکيټ په وساطت سره دائر كړے شوے ٬ د سماعت په مهال عدالت ته ووئيل شول د پي او سي کارډ د لارې هر غېر ملكي د پاسپورټ او ووټ نه علاوه د پاكستاني وګړي ټول حقونه ترلاسه كولې شي٬ په دې د عدالت لخوا 109 افغان وګړو ته د پاكستان اوريجن کارډ “پي او سي” جاري كولو امر وكړو۔