حسن ابدال٬ ګوردواره پنجه صاحب حاضرۍ لپاره راغلي سكھ ياتري ننكانه صاحب ته ستانه شول

حسن ابدال 30 نومبر (اے پي پي) د ګوردواره پنجه صاحب حاضرۍ لپاره راغلي 2442 سكھ ياتري د 60 بسونو د لارې ننكانه صاحب ته ستانه شوي دي ٬ په دې موقع پوليس او اعلي چارواكي هم موجود وو٬ يو کے او نورو هېوادونو څخه راغلو سكھ ياتريانو لپاره فول پروف امنيتي انتظامات شوې وو۔ سكھ ياتري د نومبر په 28مه نيټه ګوردواره پنجه صاحب حسن ابدال ته رارسېدلې وو۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې سكھ ياتريانو ووئيل پاكستان زمونږ دوېم كور دے ٬ حكومت مونږ ته ټول سهولتونه راكړي او په دې مونږ د پاكستان د حكومت مننه كوٶ۔