د پیښور ايډېشنل ډپټي كمشنرې د سروس ډيليوري سينټر پشمول د بېلو دفترونو دوره وكړه٬وګړو ته د رېليف وركولو سپارښتنه

پیښور 30 نومبر(اے پي پي)د پیښور ايډېشنل ډپټي كمشنرې سنیه صافی د سروس ډيليوري سينټر٬تحصيل دفتر٬سب رجسټرار دفترونو او محافظ خانې دوره كړې او اولس ته د وركړے كېدونكو آسانيو جاج ئې واغست۔په دې موقع دې د وګړو څخه د هغوي د كارونو تر سره كېدو په اړه ځان خبر كړو ۔دې د ريونيو رېكارډ او سروس ډيليوري كاؤنټرز هم جائزه واخسته۔اېډيشنل ډپټي كمشنرې اړوندو افسرانو او سټاف ته هدايت وكړو چې هغوي خپل كار په ايماندارۍ سره كوي او وګړو ته هر ممكنه رېليف وركړي او د وګړو كار په سمدستي توګه ترسره كوي۔