
پېښور 30 نومبر(اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئېلي دي ګورنمنټ مډل سكول خداداد سره زما د وړوكوالي يادونه تړلې دي٬د دې سكول د در او ديوار٬استاذانو او عملې سره د مينې او عقيدې رشته لرم ٬ما د پرائمري تعليم د دلته څخه ترلاسه كړے ٬ نن د ګورنر په حېث د دې ځاے د دورې مقصد د خپلو استاذانو او سكول يادونه تازه كول وو۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د ښار تاريخي ګورنمنټ مډل سكول خداداد او قصه خواني بازار ناڅاپي دورې په موقع مېډيا سره په خبرو كښې كړې۔د حاجي غلام علي ناڅاپي سكول ته په رسېدو استاذانو او عملې د خوشحالۍ څرګندونه وكړه٬د سكول ماشومانو د ګورنر سره عكسونه وويستل۔ګورنر په سكول كښې د پرائمري نه تر مډل ټول كلاسونو خارنه وكړه او ماشومانو سره ئې ملاقاتونه وكړل او هغوي سره يې د مينې څرګندونه وكړه ۔ګورنر قصه خوانۍ بازار كښې عام اولس او سوداګرو سره هم ملاقاتونه وكړل چرته چې ئې د ځايې٬سوداګرې ورورولۍ او د مېډيا نمائندكانو سره د حلوه پوري ناشته وكړه۔