د غېرملکي سکھ ياتريانو پلاوي د عظيم صوفي شاعرحضرت بابا بلھے شاهؒ د مزار زيارت وكړو

قصور 30 نومبر (اے پي پي) غېرملکي سکھ ياتريانو پلاوي د اسياء عظيم صوفي شاعرحضرت بابا بلھے شاهؒ د مزار زيارت كړے دے ۔ د اے پي پي له مخې غېرملکي سکھ ياتريانو پلاوي د پنجاب پوليس په امنيت كښې په مزار حاضري كړې او په مزار ئې د ګلونو څادر خپور كړے۔ په دې موقع دوي په فول پروف امنيتي انتظامات د پنجاب پوليس مننه وكړه۔