ويانا 30 نومبر (اے پي پي) د نړيوال اتومي توان اېجنسۍ (آئي اے اي اے) ډائريکټر جنرل رافيل ګروسي د نړۍ په مشرانو زور رواړے چې ھغوي ايران سره د اتومي پروګرام په اړه خبرې اترې بېا پېل كړي۔ د روسيه خبر رسنې ادارې له مخې د برتانيه فنانشل ټائمز ورځپاڼې سره د مركې په مهال ده په نړيوال قواو زور رواړو چې ھغوي ايران سره بيا خبرې پېل كړي او د افزوده يورينيم ذخيرو څخه رامخې ته خطر دې نه نظر انداز كوي۔ ده ووئيل د ايران اتومي پروګرام ګېرچاپېره صورتحال ډېر غېريقيني دے او نړيوال مشران دې ايران سره په دې لړ كښې خبرې بيا پېل كړي۔