پېښور 30 نومبر (اے پي پي) پېښور هائی کورټ د پی ټی آئی لارښود شوکت یوسفزئۍ بهر هېواد ته د تللو څخه په ايسارولو د حکومت څخه ځواب غوښتے دے۔د پخواني صوبائی وزیر او د پاکستان تحریك انصاف لارښود شوکت یوسف زئۍ د درخواست سماعت د پېښور هائي كورټ جسټس اعجاز انور او جسټس ایس ایم عتیق شاہ باندې مشتمل 2 كسيز بینچ وكړو۔د سماعت په مهال د درخواست كونكې وکیل سید سکندر حیات شاہ عدالت ته ووئيل شوکت یوسفزئۍ عمرے لپاره تللو چې په هوائي ميدان ايسار كړے شوے۔ دغسې عدالت د حکومت څخه ځواب وغوښتلو او سماعت ئې تر 25 دسمبر وځنډولو۔