د قزاخستان الماتے ښار په هاسټل كښې د اوور لګيلدو له امله 13 كسان مړه ،2 ژوبل

الماتے 30 نومبر (اے پي پي) د قزاخستان تر ټولو لوئ ښار الماتے په يو هاسټل كښې د اوور لګيدلو له امله 13 كسان مړه او دوه ژوبل شوې دي۔د روس خبر رسنې ادارې تاس رپورټ له مخې د اوور لګيدلو په وخت په هاسټل كښې 72 كسان موجود وو چې پكښې 59 كسان بچ كړې شوي۔ابتدائی معلوماتو له مخې فائر فائټرز د ودانۍ خخه د 13 كسانو مړو ترلاسه كړي د كومو شناخت چې روان دې دغسې ژوبل كسان روغتون ته رسولې شوي۔ ابتدائی اندازو له مخې دغه كسان د کاربن مونو آکسائیډ له امله مړه شوې دي۔رپورټ كښې د الماتے ایمرجنسی ډیپارټمنټ په اړه وئيلي په 30 نومبر ځائې وخت له مخې سهار په 5:33 بجے اډی شریپوف اسټریټ كښې په يو هاسټل كښې د اوور لګيدلو اطلاع ترلاسه شوې كوم چې په 7 قيقو كښې د پېښې ځائې ته رسيدلو سره په يو ساعت كښې په اوور قابو موندلې۔