پاکستان پيپلز پارټي د انتقام په سياست باور نه لري٬ آصف علي زرداري او بلاول بھټو زرداري به د 56م تاسيس ورځ په موقع (نن) كوئټه كښې اولسي جلسې ته وېنا كوي۔ شازيه مري

کوئټه 29 نومبر (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټي پارليمنټرين د اطلاعات مرکزي سېكرټرې شازيه مري او مركزي وياند فيصل کريم کنډي وئيلي دي پاکستان پيپلز پارټي د انتقام په سياست باور نه لري٬ (نن) د زيارت په ورځ به كوئټه كښې آصف علي زرداري او بلاول بھټو زرداري د ګوند 56م تاسيس ورځې په موقع اولسي جلسې ته وېنا كوي ٬ په دې موقع به د ګوند ټول مشران په جلسه كښې موجود وي۔ دا خبره دې د شورو په ورځ په كوئټه كښې خپل يو بيان كښې كړې ده ۔ په دې موقع د ګوند د اطلاعات صوبائي سېكتر سردار سربلند جو ګيزئي، عاجز دھامرا او نور مشران هم موجود وو۔