نیویارک ۔29نومبر(اے پی پی) د چين خارجه وزير وانګ یی په نیویارک كښې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوتریس سره ملاقات كړے دے او د اسرائيل – فلسطين شخړې دوه رياستي حل لپاره يۍ د چينائي عزم څرګندونه كړې ۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې ده ووئيل انسانان تباهۍ څخه بچ كولو لپاره به بشپړه جنګ بندي كول او بنديان خوشې كول وي۔ خارجه وزير ووئيل غزہ ته د بشري مرستې پرله پسې رسنه باوري كولو ته اړتيا ده۔ ده زر تر زره د نړيوال امن كنفرنس رابللو غوښتنه وكړه دغسې چې دوه رياسي حل لپاره يو ټائم ټېبل او تګلاره وضعه كړی شي۔ ده ووئيل چين په دې لړ كښې د لارښودنې كردار په ترسره كولو د ملګرو ملتونو ملاتړ كوي