ريناله خورد٬په قامي ستره لاره ټرافېكي پېښه٬ 16 زده طالبعلمان مړه٬د ډرائيور پشمول 9 كسه ژوبل

ريناله خورد 29نومبر(اے پی پی)د ريناله خورد په قامي ستره لاره د شيرګړھ په بائي پاس ټرالر د سكول ماشومانو وړونكې كيري ډبې سره ټكر شوے چې په نتيجه كښې يې 16 طالبعلمان په ټكي مړه شوي دغسې د ډرائيور پشمول 9 زده كوونكي ژوبل شوي۔رېسكيو ډلې د پېښې ځاې ته رسېدو سره ژوبل شوي ماشومان د طبي مرستې نه پس روغتون ته منتقل كړي دي ۔د ټرالر ډرائيور تښتېدلے دے او ځايې پوليس د پېښې تفتيش او نوره كاروائي پیل كړې ده ۔