بهاولنګر٬ډونګه بونګه سره نزدې ټرافېكي پېښه كښې مېرمن مړه او دوه ژوبل شوې

بهاولنګر 29نومبر(اے پی پی)د بهاولنګر ډونګه بونګه سره نزدې د ټرافېكي پیښې په نتيجه كښې يوه مېرمن مړه او درې سخت ژوبل شوي دي ۔په موټر سائيكل د يوې كورنۍ كسان ناست وو۔په پېښه كښې كوثر بي بي مړه او د هغې 13 كلن لور او خاوند شوكت سخت ژوبل شوي دي ۔د ګاډي ډرائيور د پېښې ځاې څخه تښتېدلے دے او ژوبل شوي ټي اېچ كيو هسپتال ته منتقل كړے شوي ٬ دغسې پوليس قانوني كاروائي پېل كړې ده ۔