ملګري ملتونه ۔29نومبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سكېتر انتونیو ګوټېرس وئيلي دي د بشري خواخوږۍ په بنياد په عسكري كارروائيو كښې عارضي دمه د اسرائيل فلسطين شخړې حل نه دے۔ عمومي سېكتر د افريقائي ائتلاف چيئرپرسن موسیٰ فاکی ماهت سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې ووئيل نړيواله اداره په سيز فائز او د ټولو يرغمل شوو په سمدستي توګه د خوشې كولو په حاجت زرو راوري۔ ده ووئيل عارضي دمه په سم لوري د قدم پورته كولو او اميد علامت ؤ خو دې سره پېښی مسئلې حل كېدې نه شي۔ ده ووئيل هم دا سبب دے چې مونږ په بشري بنيادونو د سيز فائر په حاجت زور راوړؤ ولې چې دې سره به د ټولو يرغمل شوو د فوري خوشې كولو او د غزه ټولو وګړو ته د بشري مرستې رسولو امكانات روښَانه شي