ډوډوما 29 نومبر (اے پي پي) د ختيزې افريقې د تنزانيه هېواد په سنګيډا سيمه كښې د بس او رېل ګاډي ترمېنځه د تصادم په نتيجه كښې 13 كسان مړه او 25 ژوبل شوي دي ۔ د چين ميډيا له مخې ځائي پوليس وئيلي دي د شورو په ورځ سهار په ذكر شوې سيمه كښې بس او د رېل ګاډي د تصادم په نيتجه كښې 13 مسافر مړه او 25 ژوبل شوي دي ۔ مړي او ژوبل شوي نزدې روغتون ته منتقل كړے شوي دي ۔