د غېر قانوني مېشته كډوالو هېواد ته د ستنېدو سلسله روانه ده ۔ د بلوچستان چيف سېكرټري

کوئټه 29 نومبر (اے پي پي)د بلوچستان چيف سېكرټري شکيل قادر خان وئيلي دي د غېر قانوني مېشته كډوالو هېواد ته د ستنېدو سلسله روانه ده٬ صوبائي حكومت او انتظاميه د غېر قانوني مېشته غېر ملكيانو د ستندو عمل په ښه ډول ترسره كوي۔ ده دا خبره په غېر قانوني توګه د مېشته كډوالو د ستنېدو په لړ كښې د لوړې كچې غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ ده ووئيل د غېر قانوني كډوالو پاكستان څخه محفوظ او په عزت سره انخلا باوري كوو۔ ده ووئيل صوبائي حكومت او انتظاميه د غېر قانوني مېشته غېر ملكيانو د ستندو عمل په ښه ډول ترسره كوي۔