پېښور 29نومبر(اے پی پی)پېښور كښې د پوليو مخ نيوي كمپائن روان دے كوم به چې تر 3 دسمبر روان وي۔د پوليو مخ نيوي كمپائن په مهال پیښور كښې 9 لكه 1986 ماشومانو ته د پوليو څاڅكي وركړې شوي۔د كمپائن لپاره 2 زره 506 ډلې جوړې كړی شوي د كومو امنيت لپاره چې سخت اقدامات شوي۔د پېښور ډپټي كمشنر آفاق وزير والدين ته خواست كړے چې هغوي خپل ماشومان د مستقل معذورۍ څخه ساتلو لپاره د پوليو څخه د بچ كېدو خاڅكي ضرور وركړي او د پوليو مخ نيوي ډلو سره مرسته وكړي دغسې چې د پېښور څخه د پوليو وائرس خاتمه وكړې شي۔ده ووئيل مونږ له به د پوليو خاتمې لپاره خپل كردار ادا كول وي٬زمونږ په شريكو هڅو به د پوليو خاتمه ممكن شي۔